یوناما وايي د غزني د جګړې دوام ملکي خلکو ته زیات زیان پېښ کړی

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو ویلي چې د غزني پر ښار د وسله‌والو طالبانو حمله او د ښار په ګڼ مېشتو سیمو کې د جګړې دوام ملکي خلکو ته زیات تاوان پېښ کړی دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر، یوناما په یوه خبرپاڼه کې نن چهارشنبه د «زمري ۲۴» د تدامیچي یاماموتو په حواله لیکلي چې د غزني پر ښار حملې په داسې وخت کې چې په افغانانو کې یووالی تر هر بل وخت مهم دی، خلکو ته داسې ژور زخمونه ورکړل چې تفرقه اچولائ شي.

د خبرپاڼې په حواله، له غزني څخه خپرېدونکي راپورونه څرګندوي چې حکومتي ځواکونو، ملکي خلکو او وسله‌والو طالبانو ته ډېر تاوان رسېدلی دی.

یوناما د ناتأیید شویو راپورونو په حواله ملکي تلفات د ۱۱۰ او ۱۵۰ ترمنځ ګڼلي دي.

یوناما د مؤثقو راپورونو په حواله ویلي چې د غزني ښار دولتي روغتون د حکومتي ځواکونو، وسله‌والو طالبانو او ملکي زخمیانو په سر اخیستی دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي په غزني کې د جګړې د بندېدو غوښتنه کړې ده.