د افغانستان برښنا شرکت په کاپیسا کې د ۱،۴ مېګاواټو په ظرفیت ۷ پایې ټرانسفارمرې فعالې کړي.
د برښنا شرکت ویاند وحید توحیدي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل، د دغو ټرانسفارمرونو په فعالېدو سره به ۱۲۳۵ کورنۍ له برښنا برخهمنې شي.
د نوموړي په وینا، د دغو ټرانسفارمرونو مجموعي لګښت ۲۳ میلیونه او ۷۰ زره افغانیو ته رسېږي.
د برښنا شرکت په وینا، د روان کال تر پایه پورې به د دغه ولایت ۲۶ نور کلي هم له برښنا برخهمنې شي.