په بادغیس کې د ۲۴ پروژو تړونونه لاسلیک شول

په بادغیس کې د ۲۴ پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه پروژې د بڼوالۍ، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې دي چې عملي کارونه به‌یې د بادغیس په څلورو ولسوالیو کې پیل شي.

نوموړي وویل، په راتلونکي کې به دغه پروژې نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي.

د ښاغلي رستمي په وینا، د دغو پروژو د پلي کېدو هدف دا دی څو موجوده ستونزې په ځانګړې توګه د اوبو لګولو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت په وینا، د دغو پروژو لګښت ۶۷ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.