د ایران له ملاتړه برخهمند د لبنان د حزبالله ډلې مشر سید حسن نصرالله وايي، د امریکا له بندیزونو سره سرهیې ډله له مخکې پیاوړې ده او ژر به په سوریه کې د اوږدې جګړې بریا ولمانځي.
حزبالله ډله له ایران سره په خوا کې د اسد د رژيم په پلوۍ په سوریه کې جنګ مخته وړي.
حسن نصرالله چې پرون د لبنان او اسرائیل د جګړې د پای ته رسېدو په دولسمه کلیزه کې یې وینا کوله، دا هم وویل چې په حزبالله ډلې او ایران باندې د امریکا بندیزونه کار نهورکوي.
هغه وویل، ایران له ۱۳۵۷ کال راهیسې له بندیزونو سره مخ دی، خو لا هم پر ځای ولاړ دی او د اسلامي انقلاب ۴۰مه کلیزه به ولمانځي.
د سید حسن نصرالله په مشرۍ د لبنان حزبالله ډله له پیل راهیسې د ایران له ملاتړ برخهمنده ده او تمویلوي یې.
امریکا متحده ایالات د حزبالله ډله د یوې ترورېستي ډلې په توګه پېژني او بندیزونهیې پرې لګولي دي.
امریکا چې په ایران باندې یې هم بندیزونه لګولي، له ایراني چارواکو یې غوښتي چې له هغو ډلو سره چې دوی د ترورېستي ډلو په توګه پېژني، ملاتړ بند کړي.