د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو بیا هم تر ډېره په غزني د وسلهوالو طالبانو د حملې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
- سرخط
سرخط خپلواکې ورځپاڼې "غزني د راروان احتمالي اوربند قرباني شو" تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې نن د غزني د جګړې شپږمه ورځ ده او لا هم پهدې ښار کې ژوند عادي حالت ته نهدی راګرځېدلی.
د سرمقاله لیکونکي په وینا چې هلته هره خوا ورانې او ویجاړې ودانۍ تر سترګو کېږي، ولاړ دېوالونه تورو لوګیو وهلي او له درست ښاره ساه وتلې ده.
د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې چې وسلهوالو طالبانو تر ډېره خپل وژل شوي جنګیالي د ډیورند کرښې پورې غاړې ته انتقال کړي دي.
په سرمقاله کې همدا شان راغلي دي چې پهدغه جګړه کې د ښار ډېری دکانونه، کورونه او ان اته لوی مارکېټونه سوځول شوي دي او اوس دې ښار د سوریې د کوم جګړه ځپلي ښار بڼه خپله کړې ده.
خو د سرمقالې لیکوال پوښتنه کوي چې ولې وسلهوالو طالبانو داسې وکړل؟
د سرمقالې د لیکوال په باور وروسته تر هغې چې په کابل، جاکارتا، مکه او جده کې زرګونه دیني عالمانو د طالبانو ناولې جګړه فتنه وبلله او پر ضد يې فتوا ورکړه، د پاکستان توره ماته شوه او دغه هېواد د دې پر ځای چې د سولې په برخه کې مرسته وکړي؛ برعکسيې وسلهوال طالبان لا جنګ ته وهڅول او دغې ډلې هم د پاکستان دا ارمان پوره کړ چې غزني يې ښکاره بېلګه ده.
اوس د غزني ښار د سوریې د کوم جګړه ځپلي ښار بڼه خپله کړې ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې د دغه ډول حملو په کولو سره هڅه کېږي چې په راتلونکي لوی اختر کې د اوربند مخه ونیول شي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور په تېر اختر کې د اوربند پر مهال ولس طالبانو ته ډېره مینه ورکړه او همدا مینه لامل شوه چې د طالبانو په لیکو کې د سولې تمایل زیات شو او دا مسئله په هېڅ صورت پاکستان نهشي زغملی.
- ملي ارمان
د ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په غزني کې د خلکو قتل عام او د سولې خبرو ته د حکومت خوشبیني تر عنوان لاندې په مقاله کې له طالبانو سره د سولې په خبرو انتقاد کړی.
په مقاله کې راغلي پهداسې حال کې چې طالبانو په غزني کې د خلکو په وژنو او د ښار په ویجاړولو سره دا وښوده چې سوله او روغه جوړه نهغواړي او اصلاً هېڅ اهمیت هم ورته نهلري، خو د سولې عالي شورا بیا ویلي چې طالبانو له افغان حکومت سره خبرو ته شین څراغ ښودلی دی.
د سرمقاله لیکونکي په باور افغان حکومت له پخوا راهیسې د طالبانو په مقابل کې د تضرع له سیاسته کار اخیستی.
سرمقاله لیکونکی وايي، دا چې د حکومت مشران د طالبانو د ظلمونو باوجود له دغه ډلې سره د دوستي خبرې کوي دا پهدې معنی ده چې دغو مشرانو ته د خپل ولس قرباني اصلاً اهمیت نهلري.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې "د غزني د جنایتونو تر شا د تاریخي دښمنانو لاسونه" تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې تېره شپه افغان ځواکونو په غزني کې وسلهوالو طالبانو ته سخته ماتې او پهدې ښار کې يې بېرته عادي ژوند ته زمینه برابره کړه.
ورځپاڼې د غزني د والي له قوله لیکلي دي چې پهدې پنځه ورځنۍ جګړه کې نږدې ۴۰۰ وسلهوال مخالفین او تر ۱۰۰ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي.
د سرمقالې لیکوال روسیه، پاکستان او ایران تورن کړي چې د غزني د حملې تر شا لاسونه لري.
د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې، پاکستاني چارواکو هم منلې چې د غزني له جګړې د وژل شویو جنګیالیو جسدونه وروړل کېږي.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې افغان حکومت باید نور په نړیواله کچه د دې ناروا جګړې د بندولو لپاره لاس په کار شي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور طالبان خپلواک نهدي او ورسره د سولې په خبرو وخت او لګښتونه دې، نړیوالو ډیپلوماتیکو اړیکو ته ځانګړي او د جګړې د بهرني اړخ د مخنیوي لپاره دې لاس پهکار شي.