د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د دې امکان نهشته چې په غزني کې دې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات وشي ځکه د دغو انتخاباتو لپاره د تیاري لازم وخت له لاسه وتلی دی.
د دې کمېسیون غړي او ویاند سید حفیظالله هاشمي تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په غزني کې د انتخاباتو په اړهیې وړاندیز د امنیت شورا ځانګړې کمېټې ته وړاندې کړی او د هغې د پرېکړې په تمه دي.
تر دې مخکې د انتخاباتو کمېسیون د ځینو ستونزو له امله دغې کمېټې ته د ولسوالیو د شوراګانو د ځنډېدو وړاندیز هم کړی و.
ښاغلي هاشمي وویل چې کمېټې پر دې مسئلې بحث کړی او تر اوسهیې وروستۍ پرېکړه نهده کړې.
په غزني کې چې ښار یې په وروستیو څو ورځو کې د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د جګړې په ډګر بدل شوی و، د خلکو د اعتراضونو له مخې د انتخاباتو د نوم لیکنې پروسه هېڅ ترسره نهشوه.
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د تلې یا میزان په ۲۸مه نېټه ترسره شي.