نیویارک ټایمز: ولې غزني افغان حکومت او امریکایي ځواکونو ته مهم دی؟

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز د یوې خپرې کړې مقالې په پیل کې پوښتنه کوي چې ولې غزني د افغانستان حکومت او امریکایي ځواکونو ته مهم دی؟

د ورځپاڼې په باور د طالبانو برید د غزني پر ښار چې شااوخوا ۱۵۰ کېلو متره له کابله لیرې پروت دی، د دې څرګندونه کوي چې د امریکا د زرګونه کسانو تر قرباني وروسته او د میلیاردونو ډالرو تر لګښت راوروسته لاهم یاغیانو ماته نه‌ده خوړلې او پیاوړي شوي دي.

نیویارک ټایمز لیکي، د غزني سیمه‌ییزو چارواکو او اوسېدونکو له څو میاشتو راهیسې دا خبرداری ورکاوه چې طالبانو دا ښار محاصره کړی او غواړي چې دا ښار او لارې کوڅې یې لاندې کړي.

د غزني سیمه‌ییزو چارواکو او اوسېدونکو له څو میاشتو راهیسې دا خبرداری ورکاوه چې طالبانو دا ښار محاصره کړی.

ورځپاڼه د افغان چارواکو په وینا لیکي، په څه باندې زر تنو کې چې د جمعې پر سهار یې پر غزني برید وکړ د پاکستاني او چچني یاغیانو په ګډون د القاعده غړي هم وو.

نیویارک ټایمز: په څه باندې زر تنو کې چې د جمعې پر سهار یې پر غزني برید وکړ د پاکستاني او چچني یاغیانو په ګډون د القاعده غړي هم وو.

​د نیویارک ټایمز په نظر دا لومړی ځل هم نه‌دی چې وسله‌وال طالبان د افغانستان پر یوه لوی ښار برید کوي، خو غزني د دې لپاره ډېر مهم ښار دی چې کابل ته نږدې دی او پر هغې لویې لارې پروت دی چې د افغانستان پلازمېنه د افغانستان له جنوب او غرب سره تړي.

ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل خبره هم راخیستې ده چې وایي، غزني د دې لپاره اهمیت لري چې د هغو ولایتونو تر څنګ پروت دی چې د پاکستان له قبایلي سیمو سره سرحد لري او له دې لارې یاغیان پاکستان ته ځي راځي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي چې طالبان د دې لپاره غواړي چې پر غزني مسلط وي چې کابل ته څېرمه فعال حضور ولري.

  • واشنګتن پُسټ

واشنګتن پُسټ ورځپاڼه لیکي چې په سلګونه تازه دمه افغان عسکر د غزني په ښار کې ځای پر ځای شوي دي.

طالبانو د جمعې په ورځ له څلورو خواوو د غزني پر ستراتېژيک ښار چې نږدې دوه لکه ۷۰ زره نفوس لري، برید وکړ او یو شمیر سیمې یې ونیولې.

سلګونه تازه دمه افغان عسکر د غزني په ښار کې ځای پر ځای شوي.

واشنګتن پُسټ لیکي چې دا حمله په داسې وخت کې شوې چې له څو میاشتو راهیسې وکیلانو او ملکیانو خبرداری ورکاوه چې د غزني ښار شااوخوا یاغیان زیات شوي دي.

د واشنګتن پُسټ په باور په زرګونه ملکیان په جګړه کې ګیر پاتې دي چې ځیني ملکیان د خوراکي موادو او اوبو له کمبود سره مخامخ دي، برښنا قطع شوې او مخابراتي شبکې هم کار نه‌کوي.

زرګونه ملکیان په جګړه کې ګیر پاتې دي.

ورځپاڼه لیکي چې پر ځمکه یاغیانو ماینونه ایښې دي او له پورته امریکایي الوتکې بمباري کوي چې ډېر خلک نورو سیمو ته کډه هم نه‌شي کولای.

د امریکایي ځواکونو ویاند: غزني د افغان حکومت په کنټرول کې دی، د دې ښار د سقوط تهدید نه‌شته.

​واشنګتن پُسټ په کابل کې د امریکایي ځواکونو په وینا څرګندوي چې د جګړې په لومړیو درېیو ورځو کې بمباریو ۱۴۰ یاغیان له‌منځه وړي دي.

ورځپاڼه د امریکایي ځواکونو د ویاند مارتین اووډانیال په وینا لیکي چې د دوشنبې په ورځ‌یې وویل، غزني د افغان حکومت په کنټرول کې دی، د دې ښار د سقوط تهدید نه‌شته او منزوي شوي طالبان په یو نیم ځای کې لا پاتې دي.