په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ یو نوی منشور جوړ شو

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ یو شمېر ادارو نن سې شنبه یو نوی منشور جوړ او لاسلیک کړ.

د دې منشور هدف د کار په ځای کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د کاري او جنسي تبعیض او د هغوی د ځورونې مخنیوی دی.

د ښځینه ژورنالېستانو د یوې ادارې مشرې فریدې نېکزاد نن خبریالانو ته وویل چې دا به په رسنیو کې ښځو ته د مصون کاري چاپېریال په برابرولو کې مرسته وکړي.