د ایټالیا په شمال کې یو پل نړېدلی دی.
د ایټالیا د ټرانسپورت وزیر ویلي چې ښايي ستره تراژيدي يې پېښه کړې وي.
راپورونه وايي چې پل نن د شدید طوفان له امله پر یوه صنعتي سیمه رانړېدلی دی.
د سیمې د امبولانس ادارې رسنیو ته ویلي چې لسګونه کسان ښايي مړه شوي وي.
د راپورونو په حواله، د پله د نړېدو پر مهال، لږ تر لږه لس موټر پر پله د تېرېدو په حال کې وو.