په ارمنستان کې لاریونوالو د کوچاریان د خبري کنفرانس مخه نیولې

په ارمنستان کې مظاهره‌چیانو نن د ارمنستان پخوانی ولسمشر رابرت کوچاریان اړ کړ چې خپل خبري کنفرانس لغوه کړي.

رابرت کوچاریان د ارمنستان د اساسي قانون حاکمیت ته د خنډ پېښولو په تور نیول شوی او پرون له توقیفه خوشې شو.

هغه محاکمې ته انتظار دی.

کوچاریان غوښتل چې نن د ارمنستان په پلازمېنه یروان کې له خبریالانو سره خبرې وکړي، خو سلګونه مظاهره‌چیانو د کوچاریان د خبري غونډې لپاره ځانګړې شوې خونه ونیوله او د ودانۍ شااوخوا یې کلابنده کړه.

له دې امله کوچاریان مجبور شو چې له پلان شوي کنفرانسه تېر شي.