ارګ وایي په ایران باندې د امریکا بندیزونه د افغانستان په صادراتو او وارداتو کوم لوی تأثیر ځکه نهشي کولای چې دغه هېواد اوس بهر ته ګڼې نورې لارې هم لري.
د جمهوري ریاست ویاند شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۳» وویل چې دغه بندیزونه شاید د سیمې په هېوادونو اغېز ولري.
نوموړي ووی:
"لکه څرنګه چې د پاکستان د سرحداتو بندېدل په کابل او نورو ولایتونو کې د خوراکي موادو په بیه کوم تاثیر نه لري، که چېرې بل ګاونډی هېواد په بندیزونو کې راشي، نو هغو فرصتونو ته چې اوس رامنځته شوي دي، کومه جدي ستونزه به احساس نه شي."
ویل کېږي وروسته له دې چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه کمه شوه، ایران له دوو کلونو راهیسې د افغانستان تر ټولو لوی تجارتي شریک ګڼل کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، دغه هېواد تقریباً خپلې ټولې اړتیاوې له بهره پوره کوي او له ایران څخه استهلاکي مواد لکه جامې، خوراکي مواد، ساختماني توکي، یو څه وسپنه، د ماشینونو پرزې، تېل او ګاز افغانستان ته راځي.
د سوداګرۍ د خونې د نړیوالو اړیکو مشر وايي، د امریکا بندیزونه به له ایرانه د استهلاکي او سونګ موادو په وارداتو کومه لویه اغېزه ونهکړي، خو هغه څه د پاسه یو ميلیون افغانان به اغېزمن کړي چې په ایران کې کار کوي.
اذرخش حافظي وايي:
"کله چې د ډالر په وړاندې د ایراني ریال بیه راکوزه شوه، افغاني کارګرانو سم دلاسه خپله ګټلې نیمایي دارايي له لاسه ورکړه او دا تر ټولو لویه اقتصادي ضربه ګڼل کېدای شي."
دغهراز د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود هم وايي چې د امریکايي بندیزونو تر ټولو ډېر زیان په ایران کې مېشتو افغان کډوالو او کاریګرو ته رسېږي.
هغه وویل چې د بندیزونو په نتیجه کې افغان کډوال مجبورېږي چې په ډلهییزه توګه ایران پرېږدي او دا په اوسنیو شرایطو کې افغانستان له یوه بحران سره مخامخ کوي.
د کابل پوهنتون استاد پر ایران د امریکا د بندیزونو نورو ستونزو ته داسې اشاره کوي:
"یوه بله اغېزه بهیې له افغانستانه د اسعارو وتل وي، د افغانانو د مذهبي تمایل له کبله هم کېدای شي چې سیاسي ستونزې رامنځته شي او د چابهار بندر چې د افغانستان لپاره د کراچۍ د بندر بدیل دی."
د کابل پوهنتون استاد سید مسعود زیاتوي چې کابل باید د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ په وړاندې داسې لارې چارې غوره کړي چې د افغانستان سیاسي او تجارتي تعاملات د دغه کړکېچ د اغېز څخه وساتي.