د غزني امنیتي کمربند څنګه او ولې مات شو؟

اوس چې دغزني له ښاره د تېرو څو ورځو د جګړو غبار لیری شو، په ښار کې د رامنځته شويو ورانيو او ویجاړیو حجم ورو ورو څرګندېږي.

سره له دې چې دولتي ځواکونو د جمعې په ورځ د جنګ د پیل راهیسې مهمې دولتي ودانۍ تر خپل کنټرول لاندې وساتلې او مهاجم طالبان‌يې ورو ورو له ښاره وایستل، خو پوښتنه دا ده چې امنیتی کمربندونه څنګه مات شول؟

بله دا چې په داسې حال کې چې تمه وه چې په لوی اختر کی به هم د کوچني اختر په څېر اوربند وشي، د غزني له جنګه د طالبانو هدف څه دی؟ او دغه جنګ د سولې په هلو ځلو څومره تأثیر کولای شي؟

سلطان محمد سرور د پوځي چارو له پوه متقاعد جنرال عتیق‌الله امرخېل سره په مرکه کې دا او نورې پوښتنې کړي او لومړی یې دا پوښتلي چې د غزني امنیتي کمربند څنګه او ولې مات شو؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي امرخېل سره مرکه