د پاکستان خلک نن د خپلواکۍ ۷۱ کالیزه لمانځي

د پاکستان خلک نن د خپلواکۍ ۷۱ کالیزه لمانځي.

پاکستان په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د یوه خپلواک هېواد په توګه تشکیل شو.

د هغه هېواد ولسمشر، ممنون حسین نن په رسمي مراسمو کې د پاکستان بیرغ پورته کړ.

په پاکستان کې د جولای په ۲۵مه نېټه پارلماني انتخابات وشول او دا هېواد د سیاسي بدلونونو په اوج کې د استقلال جشن لمانځي.

د پاکستان د کرکټ پخوانی ستوری او د تحریک انصاف پاکستان مشر، عمران خان د صدراعظم څوکۍ ته له مخکښو کاندیدانو دی.