طالبانو د فاریاب په غورماچ کې «چینایا» پوځي اډه نیولې

د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسله‌والو طالبانو د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې پوځي اډه چې په سیمه کې "کمپ چینایا " ورته ویل کېده، نیولې ده.

د دفاع وزارت ویاند، غفور احمد جاوید اسوشیټډ پرس ته ویلي په غورماچ کې د "کمپ چینايا " په نوم پوځي اډه له درېیو ورځو راهیسې محاصره وه.

غفور احمد جاوید ویلي چې ۱۷ پوځیان وژل شوي او ۱۷ تنه زخمیان شوي دي.

په شمال کې د اردو یوه ویاند، محمد حنیف رضايي رسنیو ته ویلي چې د حملې پر مهال په دې پوځي اډه کې ۱۰۰ عسکر موجود و.

رضايي ویلي، یو شمېر عسکر وژل شوي، ځیني وسله‌والو طالبانو نیولي او یو شمېر نږدې سیمو ته تښتېدلي دي.

د فاریاب یوه چارواکي د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط، نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو دا مرکز نیولی او ۲۱ عسکر یې برمته کړي دي.

د غور د ولایتي شورا مشر، محمد طاهر رحماني اسوشیټډ پرس ته ویلي چې ۴۳ عسکر وژل شوي او زخمیان شوي دي.