ملګري ملتونه وايي، سره له دې چې په عراق او د سوریې په ډېرو سیمو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې ماته خوړلې، دا افراطي ډله لا هم د ۲۰ او ۳۰ زره ترمنځ وسلهوال لري.
د ملګرو ملتونو دا راپور چې پرون دوشنبه خپور شوی، وایي چې دا اټکل يې د حکومتونو د معلوماتو پر اساس کړی، خو د دې حکومتونو نومونهیې نهدي اخیستي.
په راپور کې دا خلاصه هم شوې چې په دې کسانو کې د پام وړ زیات شمېر بهرني وسلهوال هم شامل دي.
راپور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې کمېټې ته چې پر داعش او القاعده د بندیزونو څارنه کوي، په راپور کې وايي چې د داعش وسلهوال په ورته شمېر کې په عراق او سوریه کې پټ دي.
د څارونکو په وینا، د داعش زیات وسلهوال چې شمېر یې د درې نیم او څلور زره کسانو ترمنځ دی، افغانستان ته تللي دي.
د ابوبکر البغدادي وسلهواله ډله په لیبیا، جنوب ختیځه اسیا او لوېدیځه افریقا کې مهم همکاران لري.
د ملګرو ملتونو په وینا، داعش په سوریه کې د حملو توان لري او سره له دې چې په عراق کې یې واکمني ختمه شوې، لاهم په خال خال ځایونو کې پټ دي.