په ارزګان کې سیمه‌ییز پولیس وایي، دولت له پامه غورځولي

د جګړې په لومړۍ کرښه کې دغو سیمه‌ییزو پولیسو ازادي راډيو ته وویل چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو دولت ورته هېڅ پاملرنه نه‌ده کړې.

په ارزګان کې د ملي امنيت له لوري تمويل کوونکي اوپراتيفي ګروپ يا سنګوريان وايي، که دولت‌يې تجهيز کړي، د امنيت په تأمين کې به ښه رول ولوبولای شي او په خبره‌یې چې تر اوسه ورته هېڅ ډول مهمات او تجهیزات نه‌دي ورسېدلي.

په ورته وخت کې د ارزګان د ملي امنیت اداره بیا د دغو سیمه‌ییزو پولیسو خبرې ردوي او وايي چې په وخت‌يې مهمات ورسولي دي.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې اورېدای شئ.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور