حیدرالعبادي: د عراق د ولس ګټو ته ژمن یم

د عراق صدراعظم پر ایران باندې د امریکا د بندیزونو په اړه د خپل دریځ څخه دفاع وکړه.

حیدرالعبادي یوې خبري غونډې ته وویل:

"ځیني خلک پر موږ باندې فشار راوړي چې د عراق د ولس د منافعو په وړاندې د یو شمېر ډلو ټپلو ګټو ته ترجیح ورکړو او دا امکان نه‌لري."

حیدرالعبادي تېره اوونۍ وویل چې بغداد سره له دې چې پر ایران باندې د امریکا نویو بندیزونو سره موافق نه‌دی، خو په پام کې یې نیسي او عملي کوي یې.

د عراق صدارت وروسته وویل چې صدراعظم عبادي ایران ته خپل سفر لغو کړ.

یو شمېر ډلو چې له تهران سره نږدې اړیکې لري او په ځانګړې توګه عصائب‌الحق او د بدر ډلو د عبادي پر دریځ انتقاد وکړ.

په بغداد کې د ایران د روحاني مشر ایت‌الله خامنه‌ای یو استازي هم د تېرې یکشنبې په ورځ پر صدراعظم عبادي انتقاد وکړ.