وال سټریټ ژورنال: غزني ته د طالبانو د تازه جنګیالیو په رسېدو،جنګ زور اخیستی

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې غزني ته د طالبانو د تازه جنګیالیو په رسېدو جنګ زور اخیستی او ټولې مواصلاتي لارې کلکې تړل شوې دي.

د ورځپاڼې په خبره د لارو د تړل کېدو په علت د خوراکي موادو او درملو محمولې غزني ښار ته نه‌رسېږي.

وال سټریټ ژورنال: د لارو د تړل کېدو په علت د خوراکي موادو او درملو محمولې غزني ښار ته نه‌رسېږي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي وروسته له هغه چې د یکشنبې په ورځ د طالبانو ۸۰۰ تازه جنګیالي غزني ته ورسېدل جنګ زور واخیست، خو د امریکا هوايي ځواک یوه بي-۱ بم غورځوونکې الوتکه په کار واچوله او د طالبانو په اهدافو یې ۱۰ واره بمباري وکړه.

د امریکا هوايي ځواک یوه بي-۱ بم غورځوونکې الوتکې د طالبانو په اهدافو ۱۰ واره بمباري وکړه.

ورځپاڼې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو د استازې شاه ګل رضايي خبرې راخیستي چې ویلي یې دي په تېرو پنځو میاشتو کې یې نږدې ۳۰ واره له افغان امنیتي چارواکو او اجرائیه رئیس سره د غزني د نا امنیو اندېښنې شریکې کړي.

شاه ګل رضایي ویلي د دوی غږ نه‌دی اورېدل شوی او نن‌یې نتیجه ټول ګوري.

وال سټریټ ژورنال په پای کې دا هم لیکلي چې د غزني په دې جنګ سره د افغان حکومت او طالبانو د سولې د خبرو راتلونکې نامعلومه ده.

د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ډاډ ښودلی چې د ولسمشر په امر تازه ځواکونه غزني ته ځي او وضعیت به بېرته عادي شي.

  • واشنګتن پُسټ

واشنګتن پُسټ ورځپاڼه لیکي چې پر غزني ښار د طالبانو د جمعې ورځې د بریدونو له پیل سره د امریکا هوايي ځواک د افغان ځواکونو په ملتیا پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه طالبانو پر غزني ښار په برید سره په لویه لار کې څو ځایه پوستې جوړې کړي او د افغانستان له پلازمېنې سره د جنوبي او لوېدیځو ولایتونو د دې مهمې نښلوونکې لویې لارې په اوږدو کې یې ماینونه کېنولي.

طالبانو په غزني ښار په برید سره په لویه لار کې څو ځایه پوستې جوړې کړي

واشنګتن پُسټ لیکي چې د غزني له جنګه ډېر کم معلومات دباندې وځي ځکه مخابراتي شبکې بندې شوي او ښايي ډېر کم کسان په دې خبر وي چې په ښار کې څه تېرېږي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې افغان حکومت په وروستیو څو ورځو کې خپل څه باندې ۲۰۰ افسر او عسکر له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې شااوخوا ۱۰۰ افغان پولیس او د اردو سرتېري او ۲۰ تر ۳۰ عام خلک د غزني په جنګ کې وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي

نیویارک ټایمز لیکي: په غزني کې د څه باندې ۱۰۰ عسکرو په وژل کېدو سربېره، په فاریاب او بغلان کې هم وسله‌والو طالبانو په افغان پوځیانو بریدونه کړي چې شااوخوا ۱۰۰ تنه‌یې وژلي دي.

د غزني امنیه قوماندان: څه باندې زر تنو طالب وسله‌والو په غزني ښار برید وکړ چې ۵۰۰ تنه‌یې وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز د غزني د امنیه قوماندان فرید احمد مشعل په حواله لیکي چې څه باندې زر تنو طالب وسله‌والو په غزني ښار برید وکړ چې د ده په خبره ۵۰۰ تنه‌یې وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز د غزني ښار د اوسېدونکو په حواله لیکي چې طالبانو د خلکو له کورونو سنګرونه جوړ کړي او جنګ له همغو ځایونو رهبري کوي.