دفاع وزیر: په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د غزني د ښار وضعیت کابو شي

د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزیران ډاډ ورکوي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د غزني د ښار وضعیت کابو شي.

په غزني کې له څلور ورځنۍ جګړې وروسته بالاخره د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۲» د دغه ښار د تازه امنیتي وضعیت او په جګړه کې د اوښتو تلفاتو په اړه د هېواد امنیتي او دفاعي چارواکو له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

د افغانستان دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي په دغه ګډه خبري غونډه کې ډاډ څرګند کړ چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې به د دغه ښار په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

طارق‌شاه بهرامي

نوموړي وویل:

"کوم تدابیر چي اتخاذ شوي، زه په پوره ډاډ ویلی شم چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې به د غزني په وضعیت کې د پام وړ بدلون راشي او زه هیله لرم چې موږ په دغو ۲۴ ساعتونو کې په غزني کې د ښه پرمختګ شاهدان واوسو او خلکو ته به يو ښه زېری ولرو."

ښاغلي بهرامي وویل چې سیمې ته د دوشنبې په سهار ۱۰۰۰ تنه نور تازه دمي ځواکونه رسېدلي او تصفیوي عملیات‌يې پیل کړي دي.

نوموړي په روانه جګړه کې دواړو خواو ته د اوښتو تلفاتو په اړه هم خبرې وکړې او ويې‌ویل چې د غزني ښار په جګړه کې په تېرو څلورو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو ۱۹۴ تنه وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپيان شوي دي.

د دفاع وزیر وویل چې همدا شان د ۱۰۰ په شااوخوا کې امنیتي او دفاعي ځواکونو او له ۲۰ تر ۳۰ ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي بهرامي وویل چې ښايي د غزني ښار د امنیت ساتنې په مسئله کې ناغېړي شوې وي، خو ويې‌ویل چې بیا هم امنیتي ځواکونو په بریالیتوب سره د غزني د سقوط مخه ونیوله.

نوموړی وايي چې وسله‌والو طالبانو د غزني پر ښار د حملې لپاره د یو شمېر ګاونډیو ولایتونو سربېره، له بهرنیو هېوادونو هم جنګیالي راغوښتي وو او د حشر په ډول‌يې په دې ښار حمله وکړه.

د دوی د موندنو له مخې، په بهرنیو کې پاکستانیان، عرب او چچنايي جنګیالي هم شامل دي.

د تېرې اوونۍ د جمعې په شپه د غزني پر ښار د وسله‌والو طالبانو له حملې راورسته لا هم دغلته د جګړې راپورونه ورکول کېږي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې افغان حکومت ونه‌توانېده چې په څلورو ورځو کې په غزني کې امنيتي حالت کابو کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، افغان امنیتي ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي په هدف ورو پرمختګ درلود.

ویس احمد برمک

ښاغلي برمک چې د دوشنبې د ورځې په خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل:

"تېره ورځ د غزني خلکو او وکیلانو دا نیوکه لرله چې هوايي او ځمکني عملیات ولې نه‌شته؟ خو زموږ اندېښنه دا وه چې ملکيانو ته مرګ ژوبله وانه‌وړي او موږ د يو بل انساني ناورین شاهدان ونه‌اوسو."

ښاغلي برمک په دغه جګړه کې د پولیسو مرګ ژوبله ۷۰ تنه وښوده، خو وسله‌والو طالبانو په خپلو تازه خبرپاڼو کې د سلګونه امنیتي ځواکونو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې اوس هم د غزني د ښار ډېری برخې د دوی د وسله‌والو په ولکه کې دي.

په دغه خبري کنفرانس کې د افغانستان دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي د یو شمېر هغه افغان کمانډويي سرتېرو په اړه چې ویل کېدل تري تم دي، هم خبرې وکړې.

نوموړي وویل، ۵۰ تنه کمانډويي ځواکونو د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې د جنګ د شدت له امله ګاونډۍ ولسوالۍ میامې ته شا تګ کړی چې ۲۹ تنه‌يې ژوندي موندل شوي او د پاتې نورو د موندلو هڅې هم روانې دي.

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ د غزني ولایت يو شمېر اوسېدونکو او مدني فعالانو په کابل کې د يوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې په افغان حکومت غږ وکړ چې په غزني کې د روان ناورین مخه ونیسي، ګنې د دغه ولایت د ناامنیو څپې به تر کابله هم ورسېږي.

دوی چې د کابل عیدګاه جومات مخې ته راټول شوي وو، حکومت‌يې د غزني ولایت د امنیت په ټينګښت او د خلکو په ساتنه کې پاتې وباله.

د دوی په خبره، که افغان ملاتړي ځواکونه په وخت سره غزني ته رسېدلي وی، نو غزني به له دومره لوی ناورین سره نه‌مخ کېده.

راپور: اکرام‌الله اکرام