د کونړ په مرکز اسعداباد کې ۵ مېګاواټه لمریزه برښنا جوړېږي

د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برښنا دستګاه جوړېږي.

په یاده پروژه به ۱۱ ميلیونه امریکايي ډالر لګښت راشي او ۹۵۰۰۰ کورنیو ته به برښنا ورکړل شي.

د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د لمریزې برښنا د تولید لپاره سروې پیل شوې چې ډېر زر به‌يې نورې عملي چارې هم پیل شي.

د کونړ والي همداراز وايي چې هم‌يې د مناګي په برښنا کوټ کار چټک کړی او هم غواړي چې په اسعداباد کې د برښنا تولیدوونکې فابریکې د بیا اساسي رغولو چارې ډېر ژر پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې کونړ ته د لکونه امریکايي ډالرو په لګښت د ډیزلي برښنا د تولید لپاره د کلیو پراختیا وزارت له‌خوا کلیوالي شورا ګانو ته جنراتورونه ورکړل شول چې د څو ورځو لپاره‌یې د خلکو کورونه رڼا کړل، خو بیا خلکو سره د تېلو د اخيستلو وس نه‌و او جنراتورونه اوس له شوراګانو سره بې‌کاره پراته دي.