د ترکیې بانک د مالي ثبات د یقیني کولو لپاره ټول لازم اقدامات کوي

د ترکیې مرکزي بانک وایي، تیار دی چې په هېواد کې د مالي وضعیت د ثبات د یقیني کولو لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.

ترکیه وروسته له هغې له مالي بحران سره مخ شوې چې د دې هېواد پیسې خپل ارزښت په دې وروستیو کې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د امریکایي ډالرو په وړاندې زښت زیات له لاسه ورکړ.

په هغه بیان کې چې دغه بانک نن دوشنبه خپور کړی، ژمنه شوې چې بانک به د اړتیا وړ ټوله شتمني عرضه کړي.

دغه اعلان وروسته له هغې کېږي چې د ترکیې د مالیې وزیر برات البیرک وویل چې حکومت یو بېړنی پلان ترتیب کړی چې په بازار کې راپورته شوې اندېښنې له‌منځه یوسي.

هغو اندېښنو ته په پام سره چې ښایي ترکیه اقتصادي بحران ته داخله شي، د دې هېواد د پیسې لیرې ارزښت د ډالرو په وړاندې نن نور هم ټیټ شو او د اسیا د اسهامو مارکېټونه هم راولوېدل.

له امریکا سره د ترکیې په اړیکو کې کړکېچ هم د ترکیې د پیسې له لوېدو سره مرسته کړې ده.

روان کال لیرې خپل ارزښت په سلو کې شااوخوا ۴۵ له لاسه ورکړی دی.