کورنیو چارو وزارت د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ادعاوې رد کړې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغه ادعاوې رد کړي چې ګنې د ولسي جرګې د احتمالي کاندیدانو لپاره د پیسو په بدل کې د دغه وزارت له لوري د عدم مسؤلیت جعلي فورمې ترتیب شوې دي.

که څه هم د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د کورنیو چارو وزارت له کمېسیون سره د همکارۍ پر ځای یو شمېر کاندیدانو ته د عدم مسؤلیت جعلي فورمې ترتیب کړې، خو د کورنیو چارو وزارت دغه ادعا بې‌بنسټه بولي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۲» ازادي راډیو ته وویل چې د وزارت ټولو مسؤلینو په ځانګړي ډول د کاندیدانو په تړاو خپل مسؤلیت په شفاف ډول ترسره کړی او په کار کې یې هېڅ جعل نه‎شته.

نجیب دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"هغه څه چې د کورنیو چارو وزارت په مربوطاتو کې ترسره شوي، د کشفي او استخباراتي څانګو د موندنو پر بنسټ په شفاف ډول ترسره شوي، په‎دې اړه شوې ادعاوې نور څه نه یوازې خبرې دي او هغه دا چې جعل کاري شوې وي او یا دا چې د بلې موضوع غوښتنه شوې وي، دا په بشپړ ډول بې‌بنسټه ادعاوې دي."

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له څېړنو وروسته له ۱۴۱ کسانو نه چې نومونه‌یې د ولسي جرګې د کاندیدانو له لومړي لېسته ایستل شوي ۱۰۴ تنه د کاندیدۍ په شرایطو برابر پېژندل شوي او وروستي لېست ته‌یې لاره موندلې.

د دغه کمېسیون په پرېکړه کې دغه‌شان راغلي چې ۳۵ کسان چې په لومړني لېست کې راغلي وو، په اسنادو کې یې د ستونزو او یو شمېر نورو لاملونو له امله له وروستي لېسته ایستل شوي دي.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل وايي چې دوی کمېسیون پورې اړوند مسؤلیتونه په سم ډول ترسره کړي دي.

نوموړې د یکشنبې په ورځ په یوې ځانګړې خپرونه کې ازادي راډيو ته وویل چې حکومت د کاندیدانو د نومونو د حذف په برخه کې لازمه همکاري نه‎ده کړې، په ځانګړي ډول کورنیو چارو وزارت شفافیت په پام کې نه‎دی نیولی او کاندیدانو ته‌یې د عدم مسؤلیت جعلي فورمې ورکړې دي.

حمیرا حقمل

اغلې حقمل زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزارت باید په ډېر مسؤلیت دغه فورمې ډکې کړې وی، خو له بده مرغه چې داسې ونه‌شول، حتی د ۲۰ زرو ډالرو په بدل کې یې جعلي فورمې ورکړې دي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنست یا فیفا وايي، که د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون کاندیدانو ته د جعلي فورمو د ورکړې په اړه اسناد لري باید پټه خوله پاتې نه‎شي، ځکه د دوی په خبره په‎دې کار کې خپله کمېسیون د جرم ملګری پېژندل کېږي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي چې د دې مسئلې تخنیکي اړخونه باید کمېسیون وڅېړي او جرمي اړخ‌یې له عدلي او قضایي ارګانونو سره شریک کړي، څو په‎دې توګه شفافیت خوندي او ستونزې ته په سمه توګه رسیده‎ګي وشي.

راپور: رحمت‎الله افغان