په غزني کې ۱۰۰ تنه افغان ځواکونه یا وژل شوي او یا تري تم دي

یوه افغان پوځي چارواکي نن دوشنبه تأیید کړه چې په غزني کې د سختو نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه د افغان امنیتي ځواکونو ۱۰۰ تنه یا وژل شوي او یا هم تري تم دي.

دغه څرګندونې د افغان ځانګړو ځواکونو ویاند جاوید سلیم کړي او ویلي یې دي چې دغه ځواکونه به په غزني ښار کې دننه د جګړو یا د غزني ولایت په ولسوالیو کې د نښتو په نتیجه کې وژل شوي او یا تري تم شوي وي.

سلیم دغه‌راز وویل چې په غزني کې د څلورو ورځو جګړو په نتیجه کې د طالبانو د لږ تر لږه ۲۵۰ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د افغان ځانګړو ځواکونو ویاند وویل چې په غزني کې د ځواکونو د ملاتړ لپاره له کابله نوي ځواکونه غزني ته په لاره دي.

په غزني کې چې جګړې نن دوشنبه څلورمې ورځې ته غځېدلي، د نړیوالو ځواکونو یوه ویاند وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره‌یې پوځي سلاکاران غزني ته استولي دي.

په عین حال کې د غزني قومي مشرانو، مدني فعالانو او یو شمېر ځوانانو نن په کابل کې د غرني ښار د روان وضعیت په اړه یو اعتراضي لاریون وکړ.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان‌الله کامراني ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په غزني کې جګړه پراخه کړې او حکومت‌يې باید د مخنیوي لپاره بېړني او جدي ګامونه پورته کړي.