د کابل امنیه قومانداني په دغه ښار کې یوه انتحاري حمله تأییدوي.
د دغه ادارې ویاند حشمتالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، نن دوشنبه له غرمې وروسته شااوخوا ۰۱:۱۵ دقیقې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ځان نېږدې کړي، هدف ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
ښاغلی ستانکزی وايي، په دغې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
ویل کېږي چې دغه چاودنه په هغه ځای کې شوې چې د پارلماني ټاکنو له وروستي لېسته د ځيني حذف شویو نوماندانو پلویان د اعتراض په بڼه راټول شوي وو.
- پخواني معلومات
په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دفتر ته نږدې یوه ځان وژونکې حمله شوې.
د رېټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي چې نن د یوې ځانوژونکې حملې په نتیجه کې د لومړنیو معلوماتو له مخې، دوه پولیس وژل شوي او یو تن ټپي دی.
دغه حمله داسې مهال شوې چې د دې دفتر مخې ته د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو له وروستي لېست څخه د یوه ایستل شوي کاندید مولوي ترهخېل محمدي پلویان د اعتراض په توګه راټول شوي وو او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دروازې یې تړلې وې.
د انتخاباتو چارواکو ویلي چې نوموړی له غیر قانوني وسلهوالو ډلو سره د اړیکو په تور د کاندیدانو له وروستي لېسته ایستل شوی دی.
مولوي ترهخېل محمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې تأیید کړه چې د انتخاباتو د دفتر دروازه د ده پلویانو د دې لپاره تړلې وه چې د انتخاباتو کمېسیون باید دا ورته واضح کړي چې د کومو کره شواهدو له مخې یې د ده نوم د کاندیدانو له وروستي لېسته ایستلی دی.