هوتک: خوست کې د ایمرجنګ کمپ خپل‎منځي سیالیو دوهمه لوبه ترسره شوه

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، په خوست کې د ایمرجنګ کمپ خپل‎منځي سیالیو دوهمه لوبه نن د«A» او «B» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، د «A» لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو، ۲۸۳ منډې ترلاسه کړې چې له ډلې یې بهیر محبوب ۸۰، اکرام علي‌خېل ۶۹ او رحمان‌الله ګربز ۵۷ ډېرې منډې جوړې کړې.

همدارنګه د «B» لوبډلې د توپ اچوونکو له ډلې سمیع‌الله پنځه، نجات مسعود، یوسف ځاځي دوه دوه او ضیاالرحمان اکبر یو لوبغاړی وسوځاوه.

د «B» لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې ابراهیم ځدراڼ ۷۴، دروېش رسولي ۶۳ او منیر احمد ۶۱ منډې ترسره کړې.

د «A» لوبډلو د توپ اچوونکو له ډلې ضیاالرحمان څلور، ناصر توتاخېل او عبدالباقي دوه دوه او فضل حق یو لوبغاړی وسوځاوه.

د یادولو وړ ده چې په دغو سیالیو کې هغه لوبغاړي لوبه ترسره کوي چې د فټنس د یویوو «yoyo» ازموينه کې يې د ۱۷،۱ نمرو معيار پوره کړی دی.