د کابل-کندهار د لویې لارې د تړل کېدو له امله، خصوصي سکټور ته هره ورځ یو میلیون ډالر زیان اوړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، دا یوه ټرانزیتي لاره ده او د پاکستان د کراچۍ ډېری سوداګریز توکي له همدې لارې افغانستان ته انتقالېږي.
نوموړي وویل، د دې لارې د تړل کېدو له امله د خوراکي موادو او ساختماني توکو ډکې زرګونه لارۍ بندې پاتې دي.
د ښاغلي الکوزي په خبره، په ډېرو دغو لاریو کې یو شمېر اړین توکي بار دي او که چېرې له اختره مخکې انتقال نهشي، ټول به لهمنځه ولاړ شي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې یو شمېر معترضو کسانو د کابل-کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د خیمو په درولو سره دغه لاره تړلې ده.
ښاغلی الکوزی وايي، دوی په دې تړاو له حکومتي چارواکو سره خبرې کړي او هغوی د ستونزې د هواري ژمنه کړې ده.