ارګ: د بدخشان د سرو او د بلخاب د مسو د کانونو تړونونه تأیید شول

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو د تړونونو ورکړه د اقتصاد عالي شورا له لوري تأیید شوه.

جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ناسته تېره ورځ د ولسمشر په مشرۍ ترسره شوه او په‌کې د بدخشان او بلخاب د سرو زرو د کانونو د داوطلبۍ په تړاو بحثونه وشول.

په غونډه کې له هر اړخیزو بحثونو وروسته سنتار او ګوموز کمپنیو ته د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو د تړونونو ورکړه، تأیید شوه.

ولسمشر غني ویلي چې څرنګه چې دا اکتشافي مرحله ده، باید واضح شي چې د اکتشاف پایله څه ده، وروسته له هغې دې مالي تضمینات واخیستل شي.

نوموړي دغه‌شان ټینګار کړی چې د دې پروژې د امنیت د تأمین په خاطر دې یو روښانه امنیتي مېکانیزم جوړ شي.