د ارزګان-کندهار د لويې لارې پر سر موټر چلوونکو او تلونکو د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه لویه لاره له تېرو شااوخوا درېیو میاشتو راهیسې سخته ناامنه شوې او په ډاډه زړه تګ راتګ پرې نهشي کولای.
دغه خلک له دولت څخه غوښتنه کوي چې د یادې لارې امنیت دې ورته خوندي کړي
او لاره دې ورغوي.
د ارزګان امنیتي مسؤلین هم د خلکو خبري تأییدوي، خو وايي چې دغه لاره د
کندهار په مربوطاتو کې ناامنه ده.
د کندهار امنیتي مسؤلین بیا ژمنه کوي چې د دغې لارې د امن کېدو په
هدف د عملیاتو پلانونه لري.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې اورېدای شئ.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د ارزګان راپور