کامراني: کابل کې د غزني د روان امنیتي وضعیت په اړه لاریون کوو

د غزني د ولایتي شورا مرستیال وايي، د دوشنبې په سهار په کابل کې د غزني د روان امنیتي وضعیت په اړه لاریون کوي.

امان‌الله کامراني پرون شپه ازادي راډيو ته وویل چې په غزني ښار کې وسله‎والو طالبانو پراخ بریدونه کړي او دولت باید د امنیت د نیولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

نوموړی وايي:

"د غزني خلک چې په کابل کې دي که وکیلان دي که مدني فعالان دي له ټولو اقوامو به دلته په عیدګاه جومات کې مظاهره کوي. د دې په خاطر چې غزني ته توجه نه‌کېږي لکه څنګه چې لازمه ده له غزني دفاع نه‎ده شوې."

د افغانستان دفاع وزارت وایي، تازه دمي کمانډویان غزني ته رسېدلي او په تصفیوي عملیاتو بوخت دي، خو د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره عملیات ورو مخته ځي.

وسله‎والو طالبانو د جمعې له شپې راهیسې په غزني ښار پراخ بریدونه پیل کړي دي.