د کرکټ نړیوالې شورا د افغان کرکټ غوره لیګ ته اجازه ورکړه

د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ غوره لیګ یا ای پي اېل ته اجازه ورکړه.

دې شورا پرون په یوه بیان کې ویلي چې د شورا مشرتابه پلاوي د افغانستان غوره لیګ تصدیق کړ چې تمه ده د اکټوبر له پنځمې تر ۲۱ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې وشي.

په دې لیګ کې د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او پکتیا ولایتونو ټیمونه جوړېږي چې په چوکاټ کې به‌یې بهرني لوبغاړي هم شامل وي.

اخوا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون په یوه تمریني لوبه کې د بریتانیا نارټه مټنشایر «Northamptonshire» لوبډله ماته کړه.

په دې لوبه کې افغان ټیم په ۲۰ اورونو کې ۱۶۴ منډې وکړې، خو سیال ټیم بیا یوازې ۱۴۶ منډې پوره کړې او لوبه‌یې په ۱۸ منډو توپیر وبایله.

افغان لوبغاړي به د اګسټ له ۲۰مې له ایرلنډ سره د درېیو ۲۰ اوریزو او درېیو یو ورځنیو لوبو ټورنمنت د ایرلنډ په کوربه‌توب پیل کړي، خو اوس په بریتانیا کې دې لوبو ته تمرین کوي.