د پاکستان کوټې ښار ته نږدې پرون یکشنبه د ډبرو د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۳ نور لادرکه دي.
د پولیسو یوه افسر وویل وېره ده چې ۱۳ لادرکه کان کېندونکي به هم وژل شوي وي.
چارواکو بیا ویلي دي چې چاودنه د میتان ګاز له امله شوې او په کان کې د ګاز د خورېدو له امله د ژغورنې چارې درېدلې دي.
په پاکستان کې د ډبرو د سکرو په کانونو کې تر دې مخکې هم چاودنې شوې دي چې علتيې نیمګړي او غیر معیاري تدابیر بلل کېږي.
د پاکستان د کانونو د کارګرانو فدراسیون وايي په دې هېواد کې په کلني ډول شااوخوا ۲۰۰ کسان په کانونو کې د چاودنو او نورو پېښو له امله وژل کېږي.