ایران د مالي جرمونو پر ضد په یوه اقدام کې ۶۷ تنه نیولي

د ایران قضائیه قوه وايي چې مالي جرمونو پر ضد په یوه اقدام کې یې ۶۷ تنه نیولي دي.

دغه کسان داسې وخت نیول شوي چې په هېواد کې دننه په داسې حال کې چې په ایران د امریکا بندیزونه لګېدلي د پراخ فساد په غبرګون خلک پارېدلي دي.

د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین محسني اژه‌يي پرون یکشنبه په یوه ټلوېزیوني بیان کې وویل چې ۶۷ مشکوک کسان نیول شوي او په څه باندې ۱۰۰ نورو حکومتي او خصوصي کارکوونکو د سفر بندیز لګېدلی دی.

د ایران قضائیه قوې دا اقدامات یوه ورځ وروسته له هغه وکړل چې د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي له مالي جرمونو سره د چلند په خاطر د یوې خاصې محکمې د جوړولو غوښتنه ومنله.

ایراني رسنیو د شنبې په ورځ د خامنه‎اي له قوله وویل چې په مالي جرمونو تورنو کسانو ته باید ژر او سمه سزا ورکړل شي.

دا سزا تر اعدام هم رسېږي.