نړیوالو ورځپاڼو بیا هم په غزني ښار کې د وسلهوالو طالبانو او د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ سختو نښتو او درنو مرګ ژوبلو ته پام اړولی.
- نیویارک ټایمز
د افغانستان په مهم ښار غزني کې په درې ورځو کې له ۱۰۰ زیات پولیس او سرتېري وژل شوي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې په غزني کې د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو په اړه چې د یکشنبې په ورځ هم روانې وې، لیکي، وسلهوالو طالبانو د غزني ښار اکثره سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او هم له ښاره بهر د نژدې ولسوالیو نیولو تهیې مخه کړې ده.
نیویارک ټایمز د سیمهییزو چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو په حواله لیکي چې د یکشنبې په شپه طالبانو د غزني خواجه عمري او اجرستان ولسوالۍ هم ونیولې.
د غزني د روغتون رئیس باز محمد همت د ټيلیفون له لارې نیویارک ټایمز ته وضعیت ډېر ناوړه بللی او ویلي یې دي چې د ۱۱۳ کسانو مړي او ۱۴۲ ټپیان چې اکثره یونفورم لرونکي دي، وروړل شوي دي.
هغه ویلي نښتې یې روغتون ته ورنږدې شوي او هره شېبه مړي او ټپیان وروړل کېږي چې نور روغتونیې د اخیستو ظرفیت نهلري.
د نیویارک ټایمز په وینا د مړو شمېر به له دې هم زیات شي ځکه راپورونه وایي چې له ښاره د ټولو مړو شویو مړي تر اوسه نهدي راټول شوي.
نیویارک ټایمز د وسلهوالو طالبانو لور ته د اوښتو تلفاتو په اړه د غزني د امنیه قوماندان فرید احمد مشعل څرګندونې راخیستي چې وایي، له زرو زیاتو وسلهوالو پر غزني ښار حمله کړې وه چې شااوخوا نیمایي یعنې ۵۰۰یې وژل شوي دي.
- ډېلي مېل
ډیلي مېل ورځپاڼه لیکي، په غزني ښار کې د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ درنې نښتې د یکشنبې په ورځ درېیمې ورځې ته وغځېدې.
د ورځپاڼې په لیکنه، کابل وایي چې د غزني ښار د حکومت تر کنټرول لاندې دی، خو د غزني د ولایتي شورا غړي او په سیمه کې د فرانسې خبري اژانس یو خبریال د دې ښار د وضعیت بل ډول تصویر ورکوي او وایي، وسلهوالو طالبانو ډېرې امنیتي پوستې نیولي او په ښار کې له هغو څو محدودو دولتي ودانیو سره چې د حکومت په لاس کې دي د یکشنبې په سهار سختې نښتې روانې وې.
د فرانسې د خبري اژانس خبریال وایي چې وسلهوال طالبان په ښار کې خپل پرمختګ ته دوام ورکوي او دولتي ودانیو ته اور اچوي.
د غزني د ولایتي شورا مرستیال امانالله کامراني هم ویلي چې یوازې د امنیه قوماندانۍ او د ولایت د مقام په ګډون څو محدودې دولتي ودانۍ د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
افغان ځواکونه او طالبان دواړه د پرمختګ ادعاوې کوي.
دا چې په واقعیت کې په غزني ښار کې څه تېرېږي؟ په اړهیې د کره معلوماتو ترلاسه کول ځکه ګران دي چې ټولې مخابراتي شبکې له کاره لوېدلې دي.
- وال سټريټ ژورنال
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه هم د غزني ښار د وضعیت په اړه په یوه مطلب کې لیکي چې افغان ځواکونه او طالبان دواړه د پرمختګ ادعاوې کوي.
افغان امنیتي چارواکي او د هغوی امریکایي متحدین وایي چې په ښار کې تصفیوي عملیات روان دي چې په نتیجه کې یې ډېرې سیمې له وسلهوالو طالبانو پاکې شوي او اوس د حکومت تر کنټرول لاندې دي، خو طالبانو بیا ادعا کړې چې د غزني ولایت په سلو کې پر نوي برخې نفوذ لري او وسلهوالیې اوس هڅه کوي چې غزني ښار هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.
ذبیحالله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند پېژني وایي، د دې ښار له نیولو یې هدف دا دی چې ټول طالب بندیان خوشې کړي او هم پر لویې لارې چې کابل له کندهار سره تړي او ستراتېژیک اهمیت لري خپل کنټرول ټینګ کړي.
د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي د یکشنبې په ورځ تأیید کړه چې په ښار کې نښتې روانې دي، خو د ده په وینا مهمې دولتي ودانۍ تر اوسه د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
هغه ژمنه وکړه چې د غزني ښار به په څو ورځو کې له وسلهوالو مخالفینو تصفیه او د کابل کندهار لویه لاره به بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شي.
وال سټريټ ژورنال لیکي، طالبانو له ۲۰۱۵ میلادي کال، له هغه مهال راهیسې چې د کندز ښار یې د لنډې مودې لپاره نیولی و، بل لوی ښار نهدی نیولی او حملې یې تر ډېره پر ښارونو او ښارګوټو د دې لپاره متمرکزې کړي چې وښیي ښارونهیې تر محاصرې لاندې دي او بل هدفیې هم افغان امنیتي ځواکونو ته د ډېرې مرګ ژوبلې اړول دي.