ټاکل شوې ده چې په غزني کې د طالبانو د ځپلو لپاره اضافي ځواکونه دې ولایت ته واستول شي.
جمهوري ریاست وايي، دا پرېکړه تېره شپه د وسلهوالو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې وشوه.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي دي ولسمشر محمد اشرف غني په دې غونډه کې د غزني له والي، امنيه قوماندان او د ۲۰۳ تندر قول اردو له قوماندان سره خبرې وکړې.
په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د غزني قومي مشران، مدني فعالان او یو شمېر ځوانان نن په کابل کې د غرني ښار د روان وضعیت په اړه مظاهره وکړي.
د غزني د ولایتي شورا مرستیال امانالله کامراني په دې اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل طالبانو په غزني کې جګړه پراخه کړې ده او حکومتيې باید د مخنیوي لپاره بېړني او جدي ګامونه پورته کړي.
بل لور ته دفاع وزارت وايي، تر راتلونکو دوه ورځو پورې به په غزني کې وضعیت بدل شي.
دفاع وزارت وايي، ملکیانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو د مخنیوي لپاره په غزني کې د طالبانو پر ضد عملیات ورو پر مخ ځي.
طالبانو د جمعې په شپه پر غزني ښار ډلهییزې حملې وکړې.