ایران د بشري حقونو د سرغړونو د پاليسو د خبرداري هڅه کوي

د بشري حقونو د څار اداره وايي، ايراني چارواکي د اقتصادي بحران د دفع کولو لپاره د بشري حقونو د سرغړونو د پاليسو د خبرداري هڅه کوي.

په دغو خبرداريو کې د اقتصادي جرمونو لپاره د مرګ سزا هم شامله ده.

په نيويارک کې دېره د بشري حقونو د څار ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي چې اعدامونه حل لار نه ده او په دې مورد کې هدف يوازې د روان اقتصادي بحران له بېلابېلو علتونو د خلکو منحرف کول دي.

وروسته له هغې چې امريکا تېره مې مياشت د ٢٠١٥م کال له اټمي تړون څخه ووتله، ايران له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ شوى دى.

د ايراني ريالو ارزښت په بېساري ډول ټيټ شوى دى.