چارواکي: په ارزګان کې ۶وسله وال طالبان وژل شوي

د ارزګان ولايت امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د بریدونو پرمهال ۶ طالبان وژل شوي او د دوى د یوه سرګروپ په ګډون ۷تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان لومړي څارن ملک زین الله نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا۱۲بجې کړي وو.

د ده په خبره په ځوابي حمله کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.