د سولې ولسي حرکت کاروان د کابل ميربچه کوټ ولسوالۍ ته ورسېدی

د سولې ولسي حرکت غړي چې له کابل څخه د بلخ ولايت پر لوري روان دي، نن د کابل ميربچه کوټ ولسوالۍ ته ورسېدل.

د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست نن غرمه ازادي راډيو ته وويل:

"موږ نن سهار شا او خوا ٦ بجې د شکردرې ولسوالۍ د مراد قلعه بېګ له سيمې حرکت کړى او اوس د کابل د ميربچه کوټ ولسوالۍ صوفيانو سيمې ته رسېدلي يو، دلته دمه کوو، مازيګر له دې ځايه حرکت کوو."

د سولې د ولسي حرکت غړي د جمعې په ورځ له کابله د بلخ پر لوري روان شوي دي.

د دغه حرکت ٢٥ غړي دغه مزل په لوڅو پښو کوي.

هغوی به بلخ ته په لاره کې ځای ځای تم کېږي او د هرې سیمې له ولسونو سره به د سولې پر اړتیا او امکان خبرې کوي.