ارګ وايي، د انتخاباتي کمېسيونونو خپلواکۍ ته پوره درناوى لري

د افغانستان جمهوري رياست وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون او د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون خپلواکۍ ته بشپړ درناوى لري.

جمهوري رياست نن يکشنبه د ولسي جرګې انتخاباتو له نهايي لېست څخه د ځينو احتمالي کانديدانو د نومونو تر ليرې کېدو وروسته په يوه اعلاميه کې دا خبره کړې ده.

د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون٣۵ کسان له نهايي لېست څخه لېرې کړي او ۴۵ کسانو ته يې خبردارى ورکړى دى.

په دغو ليرې کړل شويو کسانو کې ١٢ کسان د ولسي جرګې برحاله وکيلان دي.

ويل شوي دغه کسان له وسله والو ډلو سره د اړيکو د ادعاوو له کبله له نهايي لېست څخه لیرې کړاى شوي دي.

جمهوري رياست په اعلاميه کې ويلي، د ملي يووالي حکومت تل شفافو، عادلانه او پر وخت انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن دى.

په پام کې ده د ولسي جرګې انتخابات د تلې يا مېزان پر ٢٨مه وشي