په رومانیا کې سلګونه کسان د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ د اخ او ډب پرمهال ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، په پلازمېنه بخارست کې د تشدد په دې پيښو کې د بلوا ضد پولیسو د لسو سرتېرو په ګډون ۴۴۰ کسان ټپیان شول چې ټولو ته روغتیايي مرستې رسول شوې دي.
پرون د اګست په لسمه لسګونه زره کسان د مظاهرو لپاره د بخارست واټونو ته را ووتل او د هېواد په قوانینو کې د بدلون په خاطر یې د حکومت د استعفا غوښتنه وکړه.
د دې مظاهرو په ترڅ کې هغه مهال تشدد پيښ شو چې پولیسو د اعتراض کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او هغو توپونو کار واخیست چې اوبه شیندي.
اعتراض کوونکي وايي چې په قوانینو کې بدلون په فساد د تورنو کسانو د عدلي تعقیب په وړاندې خنډ رامنځته کوي.