د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په بېلابېلو هېوادونو کې طالبانو ته د دفترونو خلاصول ضروري نه دي.
په ازبکستان او متحده عربي اماراتو کې طالبانو ته د دفترونو د پرانيستو له راپورونو سره هم مهاله، د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، طالبانو ته د دفترونو د زیاتولو پر ځای باید د ستونزې پر هواري تمرکز وشي.
د یادې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د قطر دفتر د طالبانو یو مناسب ادرس دی چې که اراده موجوده وي، د همدغه دفتر له لارې هم په ستونزو خبرې کېدلای شي.
دی که څه هم طالبانو ته د نورو دفترونو د پرانیستلو اړتیا نه ویني، خو وايي چې بیا هم که د خبرو لپاره کوم بل ادرس غوره کېږي، ستونزه نشته.
نوموړي زیاته کړه:
"شاید دا وخت يې ډېره اړتیا نه وي، خو که د دوی لپاره په ځینو هېوادونو کې سیاسي دفترونه خلاصېږي، دا د هغو هېوادونو خپل کار دی، که د افغانانو تر منځ خبره حلېږي، په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه شته چې هماغه به د ټولو ګډ سفارت وي او ستونزې به حلوي، دا وخت اصلي هدف د ستونزې حلول دي چې باید همدغې موضوع ته پاملرنه وشي او که ادرس ته اړتیا وي، هغه قطر دی."
دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو د لوړ پوړو افغان چارواکو له قوله لیکلي چې ټاکل شوې د قطر د دفتر تر څنګ په نېږدې راتلونکې کې په تاشکند او دوبۍ کې هم د طالبانو لپاره دفترونه پرانيستل شي.
دغو سرچینو ویلي چې په ازبکستان او متحده عربي اماراتو کې به د دغو دفترونو له لارې طالبان د افغان حکومت او بهرنیو هېوادونو سره د سولې خبرې تعقیبوي.
کابل چاپ دنیا ورځپاڼې لیکلي، طالبانو ته نېږدې کسانو په تاشکند او دوبۍ کې طالبانو ته د دفترونو د پرانيستل کېدو خبره تأيید کړې، خو دغې ډلې ازادي راډيو ته په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
سرچینو دا هم ویلي چې د دغو دفترونو تر پرانيستلو وروسته به د دوحې دفتر د طالبانو تعلیمي، د دوبۍ دفتر د تګ راتګ او اړیکو او د تاشکند دفتر د طالبانو سیاسي دفتر وي.
له دې وړاندې ازبکستان د سولې د خبرو لپاره طالبانو سره د اړیکو هم ویلي دي.
د یادونې ده چې په قطر کې د طالبانو دفتر په ۲۰۱۳ میلادې کال کې پرانیستل شو چې تر اوسه د نوموړې ډلې سیاسي دفتر دی.
په ورته وخت کې په نړیوالو چارو کې د ولسمشر غني ارشد سالاکار محمد امین کریم وايي، دوی د سولې لپاره له هر مناسب ګامه هر کلی او ملاتړ کوي.
دی وایي:
"تر ټولو اغېزمن دریځ به دا وي چې طالبان خپل رسمي دفتر له کورني او بهرني تضمین شوي ملاتړ سره په هېواد کې دننه او په پایتخت کې خلاص کړي، خو که دا وخت د سولې د بهیر د پر مخ بیولو لپاره په تاشکند او اماراتو کې هم دفترونه خلاصوي، مونږ ترې ملاتړ کوو."
له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې طالبان که هر چېرته وغواړي، دی چمتو دی چې ورسره خبرې وکړي.
خو امین کریم چې د حزب اسلامي سره د حکومت د سولې د بهیر مرکچي هم پاتې شوی، غوره ګڼي چې طالبان د سولې د خبرو لپاره خپل دفتر په کابل کې پرانېزې.
راپور: یوسف خان ځدراڼ