د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي د شاتو د مچیو د روزونکو ټولنه جوړوي

د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د مچیو د روزونکو ټولنه جوړوي.

د دغه ولایت د کرنې رئیس ولید احمد تسل نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، د دغې ټولنې په جوړېدو سره به په یاد ولایت کې د شاتو خرڅلاو ته ښه مارکېټ جوړ شي.

نوموړي وویل، دا مهال په پکتیا کې د شاتو د مچیو نېږدې یو لک او شل صندوقونه موجود دي.

د پکتیا د کرنې ریاست په وینا، دا مهال د دغه ولایت شات سعودي عربستان، اماراتو او قطر ته هم صادرېږي.