نوري: پر غزني ښار د طالبانو پراخې حملې تر ډېره په شا تمبول شوي

د غزني د والي ویاند عارف نوري

د غزني ولایت چارواکي وايي چې پر دې ښار د وسله والو طالبانو پراخې حملې یې تر ډېره په شا تمبولي دي او په دې ترڅ کې د ناټو په مشرۍ نړیوال ائتلاف هوايي بریدونه هم کړي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې یوازې د ښار په یوه څنډه کې وسله وال تراوسه هم مقاومت کوي او نور ښار تصفیه شوی دی.

ښاغلي نوري د ازادي راډیو له خبریال احمدتکل سره د مرکې په پیل کې هغه اندیښنې رد کړې چې ګنې غزني د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د غزني د والي ویاند عارف نوري سره مرکه