افغان ولسمشر د فساد په وړاندې په مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه کړه

د افغانستان ولسمشر له بېلابېلو اړخونو د اداري فساد په وړاندې په مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه کړه.

محمد اشرف غني پرون پنجشنبې په کابل کې د تدارکاتو ملي کمېټې په کنفرانس کې دا خبره وکړه:

"له مدني ټولنو، علماى کرامو او ښځو غوښتنه کوو چې د دې پديدې په وړاندې په مبارزه کې برخه واخلي. د فساد په وړاندې مبارزه د يوه کس کار نه‎دى، بلکې د يوه بنسټ او د يوه ملت کار دى."

د افغانستان ولسمشر وويل، شفافيت يو ملي او ضروري تعهد دى، ځکه د څو کسانو په خاطر ټول ملت په اداري فساد تورن نه‎شي.