د بشري حقونو د څار اداره: ترکمنستان د «مرادووا» د مرګ مسوول دى

اوګول سفر مرادووا

د ازادۍ اروپا/ازادي راډيو او د بشري حقونو د څار ادارې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېټې د وروستيو موندنو هرکلى وکړ.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، د ترکمنستان حکومت په ٢٠٠٦ میلادي کال کې په توقيف کې د بشري حقونو د يوې فعالې د مرګ مسوول دى.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېټې هغه تبصره چې روانه مياشت په عام ډول خپره شوه ويلي، اوګول سفر مرادووا چې له ازادي راډيو سره يې هم منظمه همکاري کوله د هغې د ژورناليستيک او د بشري حقونو اړوند کار په تړاو د ولسمشر سفر مراد نيازوف د حکومت له‎خوا ونيول شوه.

دغه کمېټه وايي، د ترکمنستان حکومت بايد د مرادووا د مړينې په اړه بې‎طرفه څېړنه وکړي، د هغې کورنۍ ته تاوان ورکړي او د هغې د حيثيت اعاده وکړي.

د ازادې اروپا ازادي راډيو عمومي رئيس توماس کنټ په يوه اعلاميه کې ويلي، د ملګرو ملتونو موندنې تأييدوي چې د اوګل سفر مرادووا مړينه سياسي انګېزه لري.

مرادووا د ٢٠٠٦میلادي کال په جون مياشت کې د پوليسو له‎خوا د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‎اباد کې ونيول شوه، وروسته له دوو نورو فعالانو سره چې يو د هغې ورور و، محکومه شوه.

د بشري حقونو ډلو ويلي چې دوى د ناسمو تورونو له کبله محکوم شوي دي.