له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د ۸۱ عملیاتونو په ترڅ کې تر یوه ټن ډېر نشهيي مواد نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات په ۱۸ ولایتونو کې ترسره شوي چې په نتیجه کې یې د یوه لوی قاچاق کوونکي په ګډون لسګونه نور قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي.
نوموړی وايي:
"د دې پېښو په تړاو ۱۰۵ تورن کسان نیول شوي چې پهدې ډله کې درې يې ښځې دي. په نیول شوېو کسانو کې د نشهيي موادو یو لوی قاچاق کوونکی هم شامل دی چې له نشهيي موادو سره د مبارزې کارکوونکو په کندهار ولایت کې نیولی دی."
په نیول شوېو موادو کې دوه ډوله کېمیاوي مواد شامل دي چې د نشهيي موادو او نشهيي ګولیو په جوړولو کې کار ځینې اخېستل کېږي.