د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بریتانیا د یونیکارنز کلب لوبډلې ته د ۴۶ منډو په توپیر په یوې تمریناتي لوبه کې ماته ورکړه.
د افغانستان ملي لوبډلې تېره ورځ په دغه تمریني لوبه کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو خپل سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۴۱ منډو هدف وټاکه.
خو د یونیکارنز کلب لوبډلې په ۴۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۲۰۱ منډې جوړې کړې.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تېره اوونۍ د تمریني لوبو لپاره بریتانیا لاړه او د اګسټ د میاشتې تر ۲۰مې نېټې به د دوی تمریناتي سیالۍ دوام وکړي.
له هغې وروسته به افغان ټیم د ایرلنډ د کرکټ له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اورېزې لوبې ترسره کړي.