ووټل: سولې ته د طالبانو د حاضرولو لپاره فشارونه اغېزمن دي

یو کال وروسته تر دې چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې لپاره نوې ستراتېژي اعلان کړه، د امریکا یو لوړپوړی قوماندان وایي چې دی تمه نه‌کوي چې په دغې ستراتېژي کې دې لوی بدلونونه راوستل شي.

د امریکا د مرکزي قواوو د قوماندانۍ مشر جنرال ووټل د چهارشنبې په ورځ په پنتاګون کې خبریالانو ته وویل چې د خبرو مېز ته د طالبانو د حاضرولو لپاره له پوځي لارې کار اخیستل او ټولنیز او سیاسي فشارونه تر اوسه اغېزمن دي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نوي قوماندان جنرال سکاټ مېلر به د دغې جګړې په اړه چې هغه څه ډول مخ ته ځي خپله ارزونه وکړي، خو له دې پرته چې د جګړې په ډګر کې به ځیني تاکتیکي بدلونونه نه‌راولي، دی ګومان نه‌کوي چې په ټوله کې به دغه ستراتېژي له سره وارزول شي.

ټرمپ د تېر کال په اګست میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتېژي اعلان کړه چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي هڅو د پراخېدو تر څنګ دغه‌راز پر پاکستان هم فشارونه راوستل شوي چې په خپله خاوره کې د هغو ترهګرو پناه ځایونه له‌منځه یوسي چې پر افغانستان حملې کوي.