ایران ته د امریکا پیغام: موږ له حالاتو خبر یو

د امریکا یو لوړپوړی قوماندان وایي چې تېره اوونۍ په هرمز تنګي کې د ایران د سمندري ځواک له تطبیقاتو چې لسګونه وړو کښتیو په‌کې برخه اخیستې وه، هدف پر تهران د اقتصادي بندیزونو د لګولو په اړه د امریکا متحده ایالاتو ته پیغام ورکول و.

د امریکا د مرکزي قواوو د قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل د چهارشنبې په ورځ په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل چې هغه وروستي خبرداري ته په پام سره چې د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک د هرمز د تنګي د تړلو لپاره کړی و تهران غوښتل چې خپلې پوځي وړتیاوې وښیي.

هغه وویل ایران ته زموږ پیغام دا دی چې موږ پر حالاتو پوه یو او دې ته تیار یو چې خپل ځانونه وساتو.

جنرال ووټل ایران له دې کبله چې د ده په وینا په سیمه کې د سوریې، یمن او عراق په ګډون د نورو هېوادونو د بې‌ثباته کولو هڅې کوي وغانده.

ایران اکثره وختونه په هرمز تنګي کې د وړو کښتیو تمرینونه کوي او هم د دغه تنګي چې د نړۍ د تېلو یوه درېیمه برخه صادرات ترې تېرېږي، د بندولو ګواښونه کوي.