د غزني امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې پنځه تنه وسلهوال طالبان په خپل موټر بم چاودنه کې وژل شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ د غزني ولایت له امنیه قوماندانۍ څخه ازادي راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نن تر غرمې وروسته د غزني ولایت مرکز ته څېرمه د منګور په سیمه کې یو فلډر موټر په داسې حال کې چاودنه کړې چې وسلهوالو طالبانو له یوځای څخه بل ځای ته انتقالاوه او له چاودېدونکو توکو بار وو.
د خبرپاڼې په حواله په دغه پېښه کې د وسلهوالو د یو سرګروپ رحیمالله چې په ملا ذاکر مشهور وو او د ملا شیر اغا په ډله پورې یې تړاو درلود، په ګډون پنځه تنه وسلهوال وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.