په بلاروس کې بیا هم یو شمېر ازاد خبریالان په غیر قانوني ډول د هغه هېواد له دولتي خبري اژانس، بېلتا د معلوماتو د ترلاسه کولو په تور نیول شوي دي.
د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارو دا حرکت په بلاروس کې د ازادو خبریالانو د ځپلو څرګند اقدام بللی دی.
په بلاروس کې د یوې وېبپاڼې چې له خلکو سره د موادو او ملکیتونو په خرڅولو کې مرسته کوي، کارکوونکو د ازادي راډيو ته وویل چې د دې وېبپاڼې څلور خبریالان پرون چهارشنبه ونیول شول.
د دې وېبپاڼې اډېټر هم نیول شوی او د بلاروس د تحقیقاتو په کمېټه کې تحقیق ورڅخه شوی دی.
تر دې وړاندې هم په بلاروس کې یو شمېر خبریالان پرته له دې چې د نیول کېدو دلیلیې څرګند شي نیول شوي او په نامعلوم ځای کې زنداني شوي دي.